اړيكې انځورونه د ليكنو ارشيف زموږ خبره كور پاڼه
 
04.09.2010
 
29.08.2010
 
02.08.2010
 
17.07.2010
 
   زموږ خبره

زموږ هدف

 د خوست تلويزيون پاڼې ته ښه راغلاست

 
دا پاڼه د اسلام سپيڅلي دين ته د درناوي پر اصولو ولاړه ده چې د افغاني کلتور د پر مختګ او غوړيده ، د وران افغانستان د بيا رغونې ، د محدراتو پر خلاف د خلکو وېښتيا او په پښتو ژبه د هيواد والو لپاره حدمت کوي
د ژمنې سره سم نن ورځ وتوانيدو چې د نړۍ په هر ګوټ کې مينه والو ته د خوست تلويزيون خپرونې درسوو. خوست تلويزيون چې د عمر له مخې تر اوسه ماشوم دی ځکه چې د دوو کالو راهيسي يې په ١٢٠٠+١٢٠٠ ترانسميټر په ٢٢٤.٥ او ٢١٧،٢٥ ميګا هيرس فريکونسيو په خپرونو پيل کړيدی چې نن ورځ د سيمې په کچه داسې خپرونې تر سره کوي چې د ليدونکو په زړونو کې د هرې ورځې په تيريدو سره تر نورو زيات ځای پيدا کړي ، همدا لامل دی چې له پولې ايخوا شمالي وزيرستان په ډېرو سيمو کې د خوست تلويزيون خپرونو سره ګڼ شمېر خلکو زړونه تړلي دي . دا پاڼه تل هڅه کوي چې د ليدونکو او لوستونکو د ذوق سره سمې خپرونې وکړي چې په تصوېري او ليکلي بڼه يې د خلکو د مالوماتو د بډاينې لپاره وړاندې کړي. دې ته په پام سره هرې ليکنې مسوليت د ليکوال په غاړه دی او پاڼه يې د نظر استازيتوب نه کوي. هر چا ته د دې پاڼې ځولۍ پرانېستي ده هيله کوو چې پر ځولۍ کې يې د ښاسته او خوشبويه ګلونو په ډالۍ سره مو ونازوي
 
په درنښت
د خوست تلويزيون اداره
 
  |   كور پاڼه   |   زموږ خبره   |   د ليكنو ارشيف   |   اړيكې
Copyright © www.khosttv.com All rights reserved info@khosttv.com 2009-2010 Designed by Rohi.af