 روژه بايدپه څه شي ماته شي
(۱) حديث :- له سلمان بن عامررضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل : کله چې تاسوروژه ماتوئ نوپه خورمايې ماتوئ ځکه برکت لري،که خورماموونه مونده په اوبويې ماتوئ ځکه هغه پاکوونکې دي .
(احمد،ترمذی،ابوداؤد،ابن ماجه،دارمي،مشکوة)
(۲) حديث :- له انس رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم دماښام ترلمانځه وړاندې روژه په خورماماتوله که به تازه خورمانه وه نود وچې خورماپه څودانوبه يې روژه ماتوله اوکه به يې هغه هم ونه مونده نوداوبوپه څوغوړپونوبه يې روژه ماتوله .
(ابوداؤد،ترمذي،مشکوة)
دروژه ماتي دعا:
(۱) حديث :- له ابن عمررضی الله عنهماڅخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به کله روژه ماتوله نودادعابه يې لوسته :
(( ذهَبَ الظّمأُوابْتَلتِ العروقُ وَثبتَ الأجرُان شاء الله))
ژباړه : تنده ولاړه،رګونه لانده شول ان شاء الله ثواب مووموند.
(۲) حديث :- معاذبن زهره رضی الله عنه وايي چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم به دروژه ماتي پروخت دادعالوسته :
((اللهم لک صمت وعلی رزقک افطرت)) (ابوداؤدمرسلاً،مشکوة)
ژباړه : اې الله! ماستالپاره روژه ونيوه اوستاپه رزق مې ماته کړه .
(۳) حديث :- عمربن الخطاب رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ويلي : په روژه کې دالله جل جلاله يادوونکي ته بخښنه کيږي اوپه دې مياشت کې له الله جل جلاله څخه سوال کوونکی نه بې برخې کيږي .
(رواه الطبرانی فی اوسط وفيه هلال بن عبدالرحمن وهوضعیف کمافی المجمع ۳ / ۱۴۳)
(۴) حدیث :- له ابوسعيدخدري رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل : بې شکه چې دروژې په هره شپه اوورځ کې الله جل جلاله ډېرخلک له دوزخ څخه ازادوي اوپه شپه وورځ کې دهرمسلمان يوه دعا قبليږي .
(رواه البزاروفيه ابان بن عياش وهوضعيف،مجمع الزوائد۳ / ۱۳۴)
(۵) حديث :- له ابوهريرة رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول اکرم صلی الله عليه وسلم وويل : ددروکسانودعانه رديږي (۱) دروژتي ترهغه وخته چې روژه ماتوي (۲) دعادل پاچا(۳) دمظلوم . الله جل جلاله ددوى دعاوې تروريځوپورته کوي اوداسمان دروازې ورته پرانيزي الله جل جلاله وايي زمادې په خپل عزت قسم وي زه به هرومروله تاسوسره مرسته کوم که څه هم لږوخت وروسته وي .
(احمد،ترمذی،ابن حبان،مشکوة،ترغيب)
(۶) حديث :- عبدالله بن ابی مليکه رحمة الله عليه له عبدالله بن عمروبن العاص رضی الله عنه څخه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل : دروژه ماتي پروخت دروژتي دعانه ردیږي عبدالله رضی الله عنه به دروژه ماتي پرخت دادعاکوله :
((اللهم انی اسئلک برحمتک التی وسعت کل شئ ان تغفرلی)) (بيهقی،ترغيب)
ژباړه : اې الله! زه ستادهغه رحمت په هيله درنه غوښتنه کوم چې ترهرڅه پراخ دی چې ماته بخښنه وکړي .
|