اړيكې انځورونه د ليكنو ارشيف زموږ خبره كور پاڼه
 
04.09.2010
 
29.08.2010
 
02.08.2010
 
17.07.2010
 
    ليكوال: رسني / نېټه:  28.07.2010  / خپرونكئ:  

په لغمان کې سېلابونو ١١ تنه مړه کړل

د لغمان ولايت په درېيو ولسواليو کې د تېرې ورځې د سختو ورښتونو له امله راغليو سېلابونو يوولس تنه مړه کړي او خلکو ته يې درانه مالي زيانونه هم اړولي دي.

 

 

د والي وياند ګل رحمن همدرد د وري په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې راغليو سېلابونو قرغه يي، اليشنګ او دولت شاه ولسوالۍ ځپلې دي.

 

هغه زياته کړه: ((زما د معلوماتو له مخې، تراوسه سېلابونو اته تنه مړه کړي، سلګونه څاروي او زرګونه کرنيزې ځمکې يې وړې او لسګونه کورونه يې ويجاړ کړي دي.))

 

د قرغيو ولسوال صالح محمد نيازي پژواک ته وويل، چې نن سهار يې له سيند څخه دوه مړي راوېستي دي.

 

هغه زياته کړه، چې د ترنګ په سيمه کې چېرته چې د لغمان او کابل سيندونه يو ځاى کېږي، اته کورونه په اوبو کې بند پاتې دي.

 

د دولت شاه ولسوال محمد عارف بابکرخېل پژواک ته وويل، په يوه سراچه موټر کې چې درې تنه سپاره وو، سېلابي څپو وړي او درې واړه يې مړه کړي دي.

 

هغه زياته کړه، چې په ولسوالۍ کې زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه، لس دوکانونه او سلګونه څاروي هم اوبو وړي دي.

 

د اليشنګ ولسوال قاسم خان وايي، چې ١٢ کورونه په اوبو کې ايسار پاتې دي او لسګونه کورونه اوبو وړي دي.

 

نوموړي پژواک ته وويل، چې د ولسوالۍ په بېلا بېلو سيمو کې اته کسان اوبو وړي، چې دوه يې په قرغيو کې ترلاسه شوي دي.

 

د والي وياند دا هم وويل، چې په بېلا بېلو سيمو کې ٢٥ کانالونه، دوه کېبلي پلونه او د دولت شاه عمومي پول هم سېلابونو وړي دي.

 

د يادونې وړ ده، چې تېره اونۍ هم د سېلابونو له امله په دې ولايت کې دوه تنه مړه او سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه يې ويجاړه کړې ده.

  |   كور پاڼه   |   زموږ خبره   |   د ليكنو ارشيف   |   اړيكې
Copyright © www.khosttv.com All rights reserved info@khosttv.com 2009-2010 Designed by Rohi.af