د نيمروز په دلارام ولسوالۍ کې نن سهار د ملکي وګړيو پر يوه ٣٠٣ بس موټر د ماين د چاودنې له امله ٢٥ تنه ووژل شول.
د نيمروز د خاشرود ولسوال محمد هاشم نورزي د زمري په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودنه نن سهار په شپږو بجو وشوه.
هغه زياته کړه، چې د عزيزي پيما ټرانسپورټي شرکت يو ٣٠٣ بس موټر، چې له زرنج څخه د کابل پر لوري روان شوى و، د دلارام ولسوالۍ د نالان په سيمه کې د سړک پر غاړه ځاى پر ځاى شوى ماين پرې وچاودېد.
ولسوال وايي، چې د چاودنې له امله د ياد شوي موټر ٢٥ تنه سپاره کسان ووژل شول او ٢٠ نور ټپيان شوي دي .
د نورزي په وينا، په مړو او ټپيانو کې ډېرى ښځې او ماشومان هم دي، چې نږدې روغتونونو او کلينيکونو ته وړل شوي دي.
د نيمروز والي ډاکټر غلام دستګير ازاد د پېښې د تاييد ترڅنګ پژواک ته وويل، چې دغه ماين د وسلوالو طالبانو له خوا ځاى پر ځاى شوى و.
د هغه په وينا، ياده شوې سيمه د وسلوالو طالبانو تر کنټرول لاندې ده او هغوى تل د سړک پر غاړه ماينونه خښوي.
په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.