د پاکستان د ملي لوبډلې پخوانى نامتو ويکټ ساتونکى بيټسمين او کپتان راشد لطيف د افغانستان کريکټ د ملي لوبډلې د بيټنگ د څانگې د روزونکي په توگه وگمارل شو.
د افغانستان د کريکټ بورډ چارواکي وايي چې دا چاره به د افغانستان د ملي لوبډلې د بيټنگ د څانگې د پرمختگ لامل وگرځي او په ترڅ کې به يې نور ځوانان هم وروزل شي.
راشد لطيف هم پرون په کراچۍ کې خبريالانو ته ويلي دي چې د روانې ميلادي مياشتې په وروستيو کې به په جلال اباد کې د افغانستان له ملي لوبډلې سره يو ځاى شي.
د افغانستان د کريکټ ملي لوبډلې په تېرو څو کلونو د اوږده مهال لاره ووهله او د نړۍ له هغو لوبډلو سره يې سيالۍ وکړې چې کلونه کلونه يې د کرکټ پر لوبغالو واکمني کړې ده.
راشد لطيف له ١٩٩٢ نه واخله تر ٢٠٠٤ ميلادي کال پورې د پاکستان د کريکټ د ملي لوبډلې ياد لوبغاړې او د څو کلونو لپاره د لوبډلې کپتان هم وو.خو د کريکټ د شل اوريزو سياليو د نړيوال جام په ترڅ کې څرگنده شوه چې د افغانستان د بيټنگ برخه هومره پياوړي نه ده لکه د بال غورځولو برخه يې ان دا چې نژدې ټول لوبغاړي د ورته وچتو بالونوغورځولو له کبله وسوځېدل.
هغه مهال د کريکټ د برخې کارپوهانو وويل د افغانستان بال غورځونه ځکه د بيټنگ په پرتله پياوړې ده چې روزنکې يې يانې کبير خان په بنسټيز ډول بال غورځونکى دى.
پر همدې بنسټ افغان لوبغاړو غوښتنه کوله چې د بيټنگ په برخه کې دې هم ورته ځانگړى روزونکى وگمارل شي.
د افغانستان د کريکټ بورډ اجرايوي مشر ډاکټر حميد شينوارى وايي چې اوس د پاکستان د ملي لوبډلې پخواني نامتو ويکټ ساتونکي او بيټسمين راشد لطيف ور سره منلې ده چې د افغان لوبډلې د بيټنگ د څانگې د روزونکي په توگه به دنده تر سره کوي.
ښاغلي شينواري وويل چې ښاغلى لطيف د لوبغاړو د روزنې په برخه کې اوږده مخينه لري او اوس هم په کراچۍ کې د کريکټ يوه داسې اکاډمي لري چې دوه زره لوبغاړي په کې پر مختللى کرکټ زده کوي.
د افغان کريکټ بورډ اجرايوي مشر وويل چې د راشد لطيف گمارنه به د افغان لوبډلې د روانې او مسلکي معيارونو د پورته کولو لامل وگرځي.
د افغانستان د کريکټ بورډ دغه چارواکي وويل چې ښاغلى لطيف به د افغانستان په شپږو اکاډميو کې تنکي افغان لوبغاړي هم وروزي.
د افغان کريکټ بورډ اجرايوي مشر وويل چې د راشد لطيف گمارنه به د افغان لوبډلې د روانې او مسلکي معيارونو د پورته کولو لامل وگرځي.
نوموړي ددغو کلونو په ترڅ کې ٣٧ پنځه ورځنۍ او ۱۶۶ يو ورځنۍ لوبې تر سره کړې دي
راشد لطيف د افغانستان کميس واغوست. په انځور کې راشد او د کرکټ بورډ مشر رسنيو ته خبرې کوي.
د افغانستان د کرکټ بورډ نن د توپ وهنې نوی روزونکی راشد لطيف په يو رسنيز کنفرانس کې هېوادوالو ته وروپيژندلو.
د افغانستان د کرکټ بورډ په يوه خبرپاڼه کې راغلي دي چې په خبري غونډه کې راشد لطیف د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه هم وويل. راشد لطيف په خپلو خبرو کې وويل چې ((زه د نړۍ په هر ګوډ کې د افغان لوبډلې د روزولو لپاره تیار یم که هغه هر ځای وي، زه د کرکټ د پرمختګ د هیلو سره راغلي یم.))
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې راشد لطيف وويل چط ((زه د افغانستان کرکټ په خدمت کې یم، په کراچۍ کې زما درې اکاډمۍ د افغان لوبغاړو په خدمت کې دي، زه افغانستان ته د کرکټ د پرمختګ لپاره راغلی یم)).
راشد لطیف رسنیو ته وویل چې زه په دې باور یم چې ډیر ژر به افغانان د ښو کرکټ اکاډمیو څښتنان شي، زه اوس مهال د ملي لوبډلې په توپ وهنه کار کوم خو اوږد مهاله پلان مې دا دې چې په ځوانانو کار وکړم، د ښونځیو په کچه به زه لوبغاړي پیدا کوم، په افغانستان کې باید کرکټ ته بنسټیز کار وشي، او زه پلان لرم چې د افغانستان کرکټ ته بنسټیز کارونه وکړم.
راشد لطیف رسنيو ته وويل چې ((د افغانستان کرکټ بورډ سره مې ځکه همکارۍ یا کار ته غاړه کیښوده چې د افغانستان کرکټ له چیلنجونو ډک دی، نو همدا وجه ده چې دې کار ته مې زړه ښه کړ، زما ژوند له چیلنجونو ډک تېر شوی دی.))
راشد لطيف زياته کړه چې د افغانستان د توپ وهونکو کمزوري داده چې مسلسلې لوبې نه کوي خو ډیر زیا استعداد پکې شته، او زه به دوي ته په دوامدار ډول سیالۍ په نړیواله کچه تیارې کړم، زه به افغان لوبغاړي بیکاره پرې نږدم.
راشد لطيف وايي چې ((زما مهم هدف دادی چې افغان لوبډله د ټیسټ سیالیو ته چمتو او جوګه کړم، هر کله چې افغان لوبډله ټیسټ سیالۍ ته چمتو شي نو هره سیالي بیا به اسانۍ سره کولای شي، په دوه یا درې کلنو کې به افغان لوبډله د ټیسټ لوبو سټیټس اخستلو ته چمتو کړم.))
راشد لطیف رسنیو ته دا هم وویل چې زه به یوازې د توپ وهنې په ډګر کې نه بلکې د افغان لوبډلې په فیلډنګ هم کار وکړم.
د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایوي مشر ډاکټر حامد شینواري د رسنیو د يوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې راشد لطیف به د کبیر خان سره اوږه په اوږه کار کوي. ډاکتر حامد شينواري په مطبوعاتي کنفرانس کې دا هم وويل چې موږ افغان لوبډله سکاټلینډ ته څو ورځې مخکې لیږو چې د هغه ځای له هوا سره لوبغاړي بلد شي.
راشد لطيف وايي پلان یې دا دی چې د لوبغاړو په ورزشي اخلاقو او د توپ وهنې په تخنیکونو کار وکړي، او د افغانستان کرکټ د اوږدو ( څلو او پنځه ورځینیو) سیالیو ته په نړیواله کچه چمتو کړي. راشد لطيف همداراز پلان لري چې د افغان لوبغاړو لپاره په هیواد کې او له هیواد بهر په مسلسل ډول سیالۍ برابرې کړي.
راشد لطیف په دې باباور لري چې ملي لوبډلې لپاره به د بنګلدیش، سکاټلینډ سره مسلسلې لوبې تیاري کړي،او د پاکستان د ملي لوبډلې سره به افغان لوبډله راوروان کال ته د سیالیو لپاره تیاره شي.
د راشد لطيف په اړه:
ښاغلی راشد لطیف په ۱۹۶۸ز کال د اکتوبر په ۱۴ نېټه زیږیدلی دی، نوموړی ښي لاس توپ وهونکی او د پاکستان د ملي لوبډلې ویکټ ساتونکی او کپتان پاتې شوی دی.
راشد لطيف د ۱۹۹۲ز کال څخه تر ۲۰۰۴ ز کال پورې د کرکټ د څلور وروځينو او يو ورځينيو سیالیو په ډګر کې د خپل هیواد استازیتوب کړی او په ۲۰۰۳ز څخه تر ۲۰۰۴ کلونو کې د پاکستان د ملي لوبډلې د کپتانۍ دنده تر سره کړي.
د کرکټ په روزنه کې راشد لطیف په نړیواله کچه تجربه لري د بیلګې په ډول څو ترې لاندې یادو:
ښاغلی راشد لطيف په کراچۍ کې په خپل نوم د کرکټ زده کړې یوه اکاډمي لري، دوه نورې د کرکټ اکاډمیانې لري او په څلورمې کار روان دی. په هره اکاډمۍ کې تر ۳۰۰ پورې د کرکټ زده کوونکي لري، اوس مهال ۱۰۰۰ زده کوونکو ته په کراچۍ کې روزنه ورکوي.
په لوی شمېر کې رسنۍ د راشد لطيف مطبوعاتي کنفرانس ته حاضرې شوې وې



کپتان راشد لطيف د افغانستان کريکټ د ملي لوبډلې د بيټنگ د څانگې د روزونکي په توگه وگمارل شو