اړيكې انځورونه د ليكنو ارشيف زموږ خبره كور پاڼه
 
04.09.2010
 
29.08.2010
 
02.08.2010
 
17.07.2010
 
    ليكوال: روهي / نېټه:  29.07.2010  / خپرونكئ:  

کونړ کې داورښتونوله امله خلکوته درانه ځاني اومالي زيانونه اوښتي

د سيلابونو له امله دکونړولايت دناړۍ ولسوالۍد  دوکلام په بازار کې شاوخوا( ١٥) دوکانونه ويجاړ شوي دي .
د پرله پسې څو ورځو بارانونو له امله په سيندونو او خوړونو کې اوبه ډيرې شوې چې له امله يې ډيرى خلکو ته مالي او ځاني زيانونه وراوښتي دي.
په تيره بيا دنن سهار د اوبو د ډيرښت له کبله د دوکلام په بازار کې د پوليسو د امنيتي پوستې په شمول شاوخوا١٥دوکانونه ويجاړ شوي دي او خلکو ته يې درانه مالي زيانونه وراړلي دي او همدارنګه په همدې سيمه کې دسيند د ډيريدو له امله د خلکو کورونه هم ويجاړ شوې ، او په لسګونه کورنۍ خپلو کورونو څخه وتلو ته اړ شوې دي .
ديادونې وړده چې پرون ورځ هم دبريکوټ دسيمې نه يوکس دکونړسيندوړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د هيواد په بيلا بيلو ولايتونو کې بارانونو او سيلابونو له امله خلکو ته سخت مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي .

  |   كور پاڼه   |   زموږ خبره   |   د ليكنو ارشيف   |   اړيكې
Copyright © www.khosttv.com All rights reserved info@khosttv.com 2009-2010 Designed by Rohi.af